اسلام آباد (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د بلال تارړ اين اے 66 ضمني ټاكنو له د مسلم ليګ (ن) كانديد په توګه په نومول كېدو د سماجي رابطې په پلېټ فارم اېكس تشكر څرګند كړے دے۔ د خالي په ورځ په خپل پوسټ كښې ده ووئيل چې د پاك پروردكار شكر دے ، مونږ ټول د هغه په وړاندې سر په سجده يوو۔ ده ووئيل مونږ د خپل لارښود مياں نواز شريف او وزيراعظم شهباز د زړه له كومي مننه كوو٬ ګوند چې په مونږ كوم باور كړے دے د هغې له مخې د كار كولو به هڅه كوو او ټول به ځان سره مخ په وړاندې بيايوو۔ ده ووئيل د پارليماني بورډ ټولو غړو هم مننه وكړه دا ټكټ د ګوند او د ګوند د غړو امانت دے او كه پاك پروردګار ته منظور وي و فادارۍ سره به خپله خواري كوو۔ ليکنه چليدنه معرکه حق د پاکستاني قام په زړه كښې نوے اميد او جذبه رابيداره كړه ٬ د آزادۍ خوشحالي يو په دوه شوې۔ د وزيراعظم شهباز شريف د آزادۍ ورځ په موقع د قام په نامه پيغام د باجوړ سيلاب ځپليو سيمو كښې د پاك پوځ د مرستې كارروايۍ تندۍ سره روانې دي