اسلام آباد (مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف قام له د آزادۍ د 78 سالګرې مباركي وركولو سره وئيلي دي پاکستاني قام په هر مېدان كښې په ځانګړي عزم و همت د علم او هنر باب رقم كړے دے، معرکه حق د پاکستاني قام په زړه كښې نوے اميد او جذبه رابيداره كړې٬ د آزادۍ خوشحالۍ يو په دوه شوي دي، معرکه حق يوازې عسکري ګټه نه ده بلكې دو قومي نظريه د صداقت ګټه ده، ټولو سياسي ګوندونو او طبقو ته د اتحاد او اتفاق سره د قامي ګټې تحفظ او ودې لپاره د همكارۍ د عمل لاره خپلولو بلنه وركوم۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د آزادۍ ورځ خپل پېغام كښې ووئيل زه په نننۍ ورځ د لوي څښتن په حضور كښې د شكر سجده كوم او د پاكستان په 78 كلونو بشپړېدو قام ته د زړه د اخلاصه مباركي وركوم۔ وزيراعظم ووئيل زه د بابائے قوم قائد اعظم محمد علي جناحؒ او د مفکر پاکستان علامه محمد اقبالؒ پشمول د آزادۍ د غورځنګ لوړ همت٬ زيركو مشرانو او كاركنانو ته سلام كوم چا چې خپور ور ملت په يو فكر٬ يو مشن او يو نصب العين نه يوازې متحد كړو بلكې د خپلې سياسي جذبې د هلو ځلو د لارې يې د تاريخ مخ اړولو سره د يو ناممكن ګڼلې كېدونكې يو جلا نظرياتي رياست جوړولو خوب رښتيا كړو۔ وزيراعظم ووئيل په تېر 78 كلونو كښې د آزمېښت نه ډك سفر، په الله د کامل يقين او د ځالانده سباٶن د اميد قېصه ده چې پكښې مونږ له د قام په حېث په يو شمېر سختو پړاٶنو راتېرېدل ٶ خو د دې هر څه باجوود پاكستان په هره څانګه كښې كاميابۍ او د كامرانۍ يو شمېر پړاونه سر كړي دي، د معيشت نه د لوبو تر مېدانونو او د دفاع څخه تر آئي ټي، په هره څانګه كښې پاکستانيانو د ځانګري عزم او همت او د علم وهنر بابونه رقم كړي دي۔ ده ووئيل د هند په مسلط كړې شوي جنګ٬ د 6 نه تر 10 مئي كال 2025ء په مهال، معرکه حق كښې د پاکستان عظيمې بريا د 78مه د آزادۍ سالګرې نه يوازې اهميت زيات كړے بلكې د پاکستانيانو په زړونو كښې يې يو نوے اميد او جذبه هم رابېداره كړې ده چې ورسره د جشن آزادۍ خوشحالۍ دوه چنده شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل د لوي څښتن په فضل او كرم سره د هند د بريد د خپلو زرينو رواياتو تر مخه زمونږ مېړنو ځواكونو د بنيان مرصوص په توګه د دښمن كبر خاورې كړے، زمونږ زمرو او بازانو د عسكري پوهې٬ مړانې او اېماني جذبې دښمن په څو ساعتو كښې په شا تنبولو مجبور كړو ، د آزادۍ يخ سېورې وركوٶنكو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو او د هغوي لوړو درجو لپاره لاس په دعا يو۔ ده ووئيل دا يوازې عسکري ګټه نه ده بلكې د دو قومي نظريه د صداقت ګټه وه كومه چې د خوږ هېواد اساس دے، مونږ له به د خپلې دفاع او آبي وسائلو پشمول د قامي ګټې تحفظ لپاره په دې جذبه مخ په وړاندې تلل وي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان سالميت، دفاع او تحفظ لپاره د خپل عزم پخلي كولو سره د امن پسند قام په توګه د دې هم تذكره كوو چې مونږ منطقې او نړۍ كښې د شريك سباٶن امن او د خبرو اترو د سفارتي ذريعو د لارې د مسئلو په حل كولو باور لرو، هند له به هم د دې جذبې تر مخه د جمو و كشمير پشمول د ټولو شخړو حل پلو راتلل وي۔ ده ووئيل حكومت د عامو وګړو خېرښګرې ته پام لرنه كړې٬ د كلونو د پرله پسې بار نه وروستو د بجلۍ په بيعه كښې كمے شوے چې ورسره اولس او صنعتونو ته يو ډل ريليف ترلاسه كېږي،نن زره د وزيراعظم په حېث په خاص توګه د دې خبرې د عزم هم پخلے كوم چې حكومت به ټول ترلاسه وسائل كارولو سره پاکستان د جديد ټيکنالوجي او عصر نوو معاشي او صنعتي تقاضو سره همكاره كولو لپاره هر وخت هڅې كوم۔ ليکنه چليدنه د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار آياز صادق د سندر غاړي عاطف اسلم د پلار محمد اسلم په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه د عطاﺀ تارړ اين اے 66 ضمني وټونو له د بلال فاروق د اميدوار په توګه په نومول كيدو د مننې څرګندونه