اسلام آباد (مانند نیوز) د پاك-امريکا اړيكې د ډيجيټل معيشت نوي دور ته داخلې شوي دي او د پاکستان او د امريکې ترمېنځه د کرپټو او بلاك چين په مرسته كښې د لوړې كچې پېشرفت شوے۔ د كرپټو او بلاك چېن وزير مملكت بلال بن ثاقب او د ټرمپ د ډيجيټل اثاثو د مشاورتي كونسل اي ډي بوهائنز ترمېنځه د جمعې په ورځ ملاقات وشو چې پكښې د كرپټو په پاليسۍ په نړيواله كچه همكارۍ او د پاكستان د وېب 3 انووېشن مركز جوړولو په منصوبو تفصيلي خبرې وشوې٬ دا ملاقات په داسې وخت كښې شوے كله چې امريكې د خپلو ډيجيټل اثاثو فريم ورك اجراء كړې او كوم چې په نړيواله كچه ډيجيټل معيشت لپاره د ضابطه سازۍ يو سنګ ميل ګرځولے كېږي۔ په دې موقع دواړو ډلو په کرپټو قانون سازۍ كښې د همكارۍ او شريكې مرستې ته په وده اتفاق وكړو۔ ليکنه چليدنه د سپيكر سردار اياز صادق خپل ايراني همڅنګ ډاكټر ايم باقر قاليباف سره ملاقات٬ د دوه اړخيزه پارليماني اړيكو په لا مستحكمولو اتفاق د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د چين نائب خارجه وزير سن ويډونګ سره ملاقات