جنېوا (مانند نیوز) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق خپل ايراني همڅنګ ډاكټر اېم باقر قاليباف سره ملاقات كړے ۔ دا ملاقات په جنېوا كښې د روان 6 م نړيوال اسپیکرز کنفرنس په سائيډ لائن وشو۔ سپيكر په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل د پاكستان او ايران ترمينځه تاريخي او د ورورولۍ اړيكې موجود دي۔ دواړو سپيكرانو د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو موافقه وكړه۔ سردار اياز صادق ووئيل پاكستان د ايران د خپلواكۍ او سلامتيا بشپړ ملاتړ كوي۔ په منځني ختيز كښې تلپاتي امن د منطقې پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضروري دے۔ په ايران د اسرائيل بريد د نړيوال قوانينن ښكاره خلاف ورزي ده۔ پاكستان غواړي چې ټولې نړيوالې شخړې د خبرو د لارې په سوله ايز ډول هوارې كړې شي۔ پاكستان د ايران د جوهري پروګرام مسئلې هم د خبرو د لارې حل غواړي۔ ده ووئيل د پاكستان پارليمان په ايران د اسرائيلي جارحيت په ضد متفقه قراردادونه منظور كړي۔ ایراني اسپیکر ډاكټر اېم باقر قاليباف په ايران د اسرائيلي جارحيت په ضد د پاكستان د ملاتړ مننه كولو سره ووئيل ايران او پاكستان يو بل سره د ورورولۍ مضبوطې اړيكې لري۔ ايران پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د پاكستان د پارليمان او اولس لخوا ملاتړ به د ايران اولس تل ياد ساتي ليکنه چليدنه د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر سره د نيشنل بنك صدر ملاقات ٬ صنعتي پرمختګ لپاره په مالي مرسته د خيالاتو څرګندونه د كرپټو او بلاك چېن وزير مملكت بلال بن ثاقب او د ټرمپ د ډيجيټل اثاثو د مشاورتي كونسل اي ډي بوهائنز ترمېنځه ملاقات