اسلام آباد  (مانند نیوز) پاكستان په هند كښې د اسلاموفوبیا په زیاتیدونكو پېښو د تشويش څرګنده كړې ده۔د خالي په ورځ د خارجه وزارت ویاند لخوا په جاري شوې بيان كښې وئيلي شوي چې په هند كښې د اسلاموفوبیا خطرناك حد زیاتوالی پاكستان د تشويش څرګندونه كوي۔ پاكستان په هند زور راوړې چې د مذهب څخه پورته، د ټولو مذهبونو د وګړو حقونه او تحفظ باید یقیني كړي۔ویاند ووئيلي چې د كركې ډكې وینا، امتيازي كاروائي او رياستي لاسوهنې له لارې مسلمانان په نښه كول د نړیوالې ټولنې لپاره د تشويش سبب دې۔ ویاند زیاته كړه چې په داسې وخت كښې چې كله تحمل او مفاهمت ته اړتيا ده، د سیاسي او نظرياتي مقصدونو و لپاره مذهبي مذهبي كركه راپارول د نړیوالو بشري حقونو د ذمه وارو خلاف ورزي او د سیمه ایز استحكام او همغږۍ ته زیان رسولو مترادف دې۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *