اسلام آباد(مانند نیوز) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطه وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د ملګرو ملتونو د خوراك نړيوالې ادارې كنټري ډائرېكټر كوكو اياما ملاقات وكړو۔ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات مقصد د پاكستان او د خوراك نړيوالې ادارې ترمينځه د 5 كلن فرېم ورك لاندې په موسمياتي تناظر كښې د مرستې د امكاناتو جاج اخستل وو۔ په ملاقات كښې په پاكستان كښې د كوچنيانو په وده كښې د پېښو خنډانو مخنيوي سره په اړوندو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو فريقو د داسې پروګرامونو په حاجت زور راوړو كوم چې موسمیاتی موافقت او تلپاتي ریزیلینس ته وده وركولو سره د خوراك د كمي مسئله او كمزورې طبقې هدف جوړې كړي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *