اسلام آباد (مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره به زمونږ جهاد روان وي، د ترهګرۍ او د انتها پسندۍ بشپړه خاتمې لپاره به وفاقي حكومت د ټولو صوبو د كار استعداد زياتولو لپاره مرسته كوي، د هېواد په مهمو ښاريو كښې دې د سېف سټي منصوبې زر تر زره بشپړې كړې شي۔ د جمعې د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د امن او امان صورتحال په اړه د جاج اغستو مهمه غونډه وشوه۔ په دې موقع وفاقي وزيران اعظم نذير تارړ، محسن رضا نقوي، احد خان چيمه،عطاء تارړ، د وزيراعظم خاص مرستيال رانا ثناءالله، داخله وزير مملکت طلال چوهدري، د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ د اطلاعات سلاحكار بيرسټر سيف، د ګلګت بلتستان داخله وزير شمس الحق لون، د آزاد کشمير داخله وزير کرنل (ر) وقار نون، د څلورو واړو صوبو٬ آزاد كشمير او ګلګت بلتستان چيف سيکريټريز او انسپکټرز جنرل پوليس، د اسلام آباد کيپيټل ټيريټري چيف کمشنر، د اسلام آباد پوليس آئي جي او نورو اړونو سركاري چاراوكو ګډون وكړو۔ ليکنه چليدنه د مسلم ليګ (ن) کارکنان نه يوازې سياسي بلكې د نظرياتي مشن برخه دي٬ په خېبرپښتونخوا كښې په موټروېز او د تعمير و پرمختګ په منصوبو د نواز شريف ټاپه لګېدلې ، عطاء تارړ د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني عامر وسیم سره د ښينې په مړينه غمرازي