اسلام آباد (مانند نیوز) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي د خېبرپښتونخوا ځوانانو تل د مسلم ليګ (ن) ملګرتيا كړې او په هره سخته كښې ئې د ګوند بېرغ هسك ساتلے٬ د مسلم ليګ (ن) کارکنان نه يوازې سياسي بلكې د نظرياتي مشن برخه دي او د دوي عزم د هېواد پرمختګ او سلامتيا لپاره مستحكم دے، يو خوا د 28 مئي مشران دي چا چې د هېواد دفاع ناقابل تسخير كړه او بل خوا د 9 مئي د اړي ګړي ټولګے دے چا چې پخپل هېواد بريدونه وكرل ، هغه د پاكستان دښمنانان دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مسلم ليګ (ن) يوتھ کوآرډينيټرز د ډويژنل، ضلعې او د تحصيل په كچه د عهديدارو غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د خېبرپښتونخوا مېړنو٬ ننګيالو او وفادارو ځوانانو د ګوند بېرغ هسك ساتلے او په هره سخته كښې ئې د مسلم ليګ (ن) ملګرتيا كړې۔ وفاقي وزير عطا تارړ د مسلم ليګ (ن) لارښود اختيار ولي خان ته پېزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل كه څوك په سخته كښې د ملګري بللو حق لري نو ھغه اختيار ولي دے چا چې په سخت وخت كښې د ګوند دفاع كړې۔ ده ووئيل د پي ټي آئي د فسطائيت په دور كښې چې كله ضمني الېكشن وشو نو په پنجاب كښې د 15 چوكو خوشحالي يو خوا او د نوښار د يوې چوكۍ خوشحالي ډېرې زياته وه ځكه چې نوښار څخه دغه كاميابي د وخت لويه كاميابي وه۔ وفاقي وزير عطا تارړ ځوانان ته ووئيل تاسو خپل ځان يوازې سياسي كاركنان نه بلكې د نظرياتي مشن برخه وګڼي۔ وفاقي وزير ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د تحريك انصاف د يوولس كالو راهسې حكومت دے ٬ د دې باوجود ئې سي ټي ډي فورس، سېف سټي پراجيکټ يا فارنزک ليب قدرې جوړ نه كړے شول٬ د اولس د بهترۍ يوه منصوبه نشته٬ صوبه كښې د صحت څانګې ته ولې پاملرنه نه ده شوې؟ ده ووئيل د ترهګرو په ضد په خبرو كولو د علي امين ګنډاپور پښې رپېږي٬ د پي ټي آئي خلق نسل در نسل غلامان دي او غلام به وي۔ده ووئيل كه هغوي هېواد سره مخلص وي نو د ترهګرو په ضد به هغوي له خبرې كول وي۔ ده ووئيل د پېښور د پېښو نمونې نن هم فارنزك لپاره لاهور ته لېږلې كېږي۔ وفاقي وزير پوښتنه وكړه چې نيت پاك ؤ نو نن به په خېبرپښتونخوا كښې پرمختيائي منصوبې تر نظره كېدې ۔ ده ووئيل اربونو روپۍ د اېن اېف سي اېوارډ په مد كښې صوبې ته ترلاسه شوې خو مصرف ئې په نظر نه راځي۔ ده د تحريك انصاف په موجوده حالت تبصره كولو سره ووئيل په ګوند كښې ګروپ بندي شوې٬ علي امين ګنډاپور، جنېد اکبر، شېر افضل مروت جلا جلا ګروپس جوړ كړي٬ كومه چې د دې خبرې غمازي كوي چې ھغوي نه هېواد سره مخلص دي او نه ګوند سره۔ ده د وزيراعظم په مشرۍ كښې د تير يو كال په مهال د معيشت د بحالي، په ګرانۍ كښې كمے او د برېښنا په بيعه كښې د كمي كولو تذكرې سره ووئيل نړيوالې ادارې نن د پاكستان د معيشت ستائنه كوي٬ كوم چې په ټيم ورك٬ وژن او مخلص قيادت سره ممكن شوے۔ ده د جنرال عاصم منير د کردار هم ستائنه وكړه چې ھغوي هم د معاشي بحالۍ په سفر كښې مونږ سره ولاړ دي۔ ده ووئيل هېواد ديواليه كېدو ته نزدے ٶ٬ وزيراعظم د هېواد د ديواليه كېدو د خبرو كوٶنكو په خواهش يخې اوبه واچولې۔ ده ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم غونډه په پاكستان كښې كېدل٬ د 12 وزيراعظمانو پاكستان ته راتلل٬ د چيمپئنز ټرافۍ د نړيوال يونټس په پاکستان كښې تابيا د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان په سم لوري روان دے۔ وفاقي وزير عطا تارړ ووئېل د مسلم ليګ (ن) قيادت او کارکنان هېواد او قام سره مخلص دي۔ ده ووئيل د خېبرپښتونخوا د هرې ضلع دوره كولو سره به اولس د حقائقو نه خبرولې شي۔ ده ځوانانو ته تلقين وكړو چې رامېدان ته شۍ٬ خپلو سيمو ته ورشۍ او د مسلم ليګ ن پېغام عام كړئ۔ په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا د ټولو ضلعو څخه نمائندګانو ګډون كولو۔ ليکنه چليدنه BNP-M calls off Mastung sit-in after 20 days, announces new ‘protest drive’ د پاکستان دښمنان زمونږ د معاشي كاميابو څخه يرېږي، ترهګرو ته به عبرت لرونكې ماتې وركوٶ۔ وزيراعظم شهباز شريف