اسلام آباد (مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او د پاكستان پيپلز ګوند لارښودو په درناوي كښې د روژه ماتي مېلمستيا وكړه۔ د پاكستان پيپلز ګوند پلاوي د چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې په وزيراعظم هاؤس كښې وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات وكړو او د هغه په مشرۍ كښې يې په حكومت د بشپړه باور څرګندونه وكړه۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم څلورو واړو صوبو كښې د اولس د هيلو له مخې او د وفاقي حكومت مرستې سره د عام وګړي ژوند ښه كولو لپاره د فعاله او متحرك كردار په ادا كولو د پيپلز پارټۍ د مشرتابه ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې د هېواد سباؤن ښه كولو لپاره به وفاق او صوبو او ټولو سياسي ګوندونو له په ګډه كار كول دي٬ګډون كونكو د وزيراعظم په مشرۍ كښې د حكومت معاشي پالېسو او د دې په نتيجه كښې په هېواد كښې په روان معاشي استحكام د وزيراعظم او د هغه د ډلې د نه ستړې كېدونكو هڅو ستائنه وكړه۔ دوئي ووئيل پاكستان پيپلز ګوند به پرمختګ ٬ معاشي استحكام او د عام تن ژوند ښه والي لپاره هر اقدام كښې د حكومت بشپړه مرسته كوي۔ پاكستان پيپلز ګوند په حكومتي چارو كښې اتحاديانو سره په مشاورت ٬د هغوي د رايو په احترام او د هغوي باور په ترلاسه كولو د د وزيراعظم مننه وكړه۔د پاكستان پيپلز پارټۍ پلاوي د وزيراعظم په مشرۍ كښې د هېواد معيشت پرمختګ لپاره د خپل اړخه د بشپړه مرستې عزم پخلې هم وكړو ليکنه چليدنه د خېبرپختونخوا حکومت د کارکردګۍ کتابچه خپله پي ټي آئي پرزے پرزے كړې ده۔ انجينئر امير مقام په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب په بلوچستان كښې په جعفر ايكسپريس بريد وغندلو