اسلام آباد (مانند نیوز) د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د خېبرپختونخوا حکومت د کارکردګۍ کتابچه خپله پي ټي آئي پرزے پرزے كړې ده٬ د يوولس كسانو راهسې مسلط شوې تحريك انصاف صوبه په ګهنډارتو كښې بدله كړې ده۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل پي ټي آئي د خپل بدترين كاركردګۍ د اعتراف نه وروسته خېبر پښتونخوا كښې اولسي حكومت پكار دې٬ دوي خپله بدترين كاركردګۍ په آډياله زندان كښې خپل مشر ته ښودلے ده٬ وفاق، پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې هر ځائي دوي تباهي ٬ بربادي او د كرپشن رېكارډ جوړ كړېدي۔ امير مقام ووئيل چې د يوولس كسانو راهسې مسلط شوې تحريك انصاف صوبه په آثار قديمه كښې بدله كړې ده ليکنه چليدنه المان دې د ترهګر تنظيمونو د ملاتړ خطرو جاج واخلي۔ روسيه د وزيراعظم شهباز شريف د بلاول بهټو زرداري او د پاكستان پيپلز ګوند لارښودو په درناوي كښې د روژه ماتي ميلمستيا