اسلام آباد (مانند نیوز) وزيراعظم شهبازشريف په منطقه كښې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان د كردار او ملاتړ په تسليمولو او ستائېلو د امريكائي جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ مننه كولو سره وئيلي دي چې مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پخپل پوخ عزم او غېر متزلزل تړون ولاړ يو، سيمه ايز امن او استحکام لپاره به امريکې سره شراكتداري جاري ساتو۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل مونږ د ډونلډ ټرمپ مننه كوٶ چې ھغوي په منطقه كښې د ترهګرۍ مخنيوي په هلو ځلو كښې د پاكستان د كردار اعتراف كړې او د آئي اېس كے پي په اپرېشنل كښې د کمانډر شريف الله څوك چې افغان وګړې دې او يو مطلوب ترهګر دے په پاك افغان پوله ايزه سيمه كښې د پاكستان د امنيتي ځواكونو د كاميابې كاروائۍ په مهال د ګرفتارۍ په تناظر كښې د پاکستان د كردار ستائنه كړې ده۔ ده ووئيل پاكستان تل د ترهګرۍ مخنيوي په هلو ځلو كښې مهم كردار لوبولے دے، پاکستان د كوم بل هېواد په ضد كاروائۍ لپاره د ترهګرو او عسكريت خوښو پټنځائ وركولو په مخنيوي باور لري۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ په ضد د اتيا زره نه زيات مېړني امنيتي اهلكار او وګړو د خپلو ځانونو عظيم قربانۍ وركړې دي٬ زمونږ قيادت او اولس دا غېر متزلزل عزم لري چې خپل هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت خاتمه وكړي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پخپل پوخ عزم او غېر متزلزل تړون ولاړ يو، سيمه ايز امن او استحکام لپاره به امريکې سره شراكتداري جاري ساتو۔ ګ ل ليکنه چليدنه د شهباز شريف د حکومت وړومبې كال د استحکام، ترقۍ او کاميابۍ سفر دے۔ وزير مملکت بيرسټر عقيل ملك د سينيټ غونډه كښې د ترهګرۍ پيښو كښې شهيد شوو وګړو او امنيتي اهلكارو لپاره دعا