اسلام آباد (مانند نیوز) وزيرمملکت بيرسټر عقيل ملك وئيلي دي چې د شهباز شريف د حکومت وړومبې كال د استحکام، ترقۍ او کاميابۍ سفر دے٬ كله چې شهباز شريف د حكومت واګي په لاس كښې واخستل نو پاکستان ديواليه كېدو ته نزدې ٶ٬ معيشت په ډوبېدو ٶ٬ اپوزيشن پرله پسې ادعاګانے كولې چې هېواد به د سري لنكا غوندې ديواليه شي٬ خو نن يو كال پس ھغه ټولې ګنګوسنۍ ناسمې وګرځېدې، مخالفين هم په تسليم كولو مجبور دي چې وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان معيشت د سخت دور نه بهر كولو سره د ترقۍ په لاره روان كړے دے۔ د نهې په ورځ د حكومت په يو كال ترسره كېدو خپل ټويټ كښې ده ووئيل د معاشي استحکام په ځانګړې اشاريو كښې افراط زر 38 فيصده نه ټېټېدو سره 2.4 فيصده ته راغلے دے٬ د سود شرح د 22 فيصده نه كمېدو سره 12 فيصده ته راغلے٬ د زرمبادله پانګې د 16 اربه ډالرو نه اوړېدلې دي٬ دغسې سټاک مارکيټ 100 انډېكس 118,000 پوائنټس سر كړے دے۔ ده ووئيل دا هر څه د وزيرعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اتحادي حکومت سختو او ضروري معاسي پرېكړو په سبب ممكن شوي۔ ده ووئيل د حکومت په وخت پرېكړو هېواد د بحران نه بهر كولو سره د پرمختګ په لور روان كړے دے.ګ ل ليکنه چليدنه وزیراعظم سره د وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري ملاقات ٬ د هېواد په مجموعي او سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وزيراعظم شهباز شريف په منطقه كښې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان د كردار او ملاتړ په تسليمولو د ډونلډ ټرمپ مننه وكړه