اسلام آباد (مانند نیوز)د پیټروليم او د اوبو وسائلو وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د سوئېلي آسيا لپاره د ورلډ بانك نائب صدر مارټن ريزر ملاقات كړے چې پكښې شريكې مرستې ته د ودې وركولو او پرمختيائي اقدامات مخ په وړاندې مقصد له د خيالاتو څرګندونه شوې۔د جمعې په ورځ شوي ملاقات كښې د قوي اقتصادي اړيكو لا ودې او د توان تحفظ په څير د شريكو چېلنجونو مخ نيوي لپاره په شريك عزم زور راوړو ۔دواړو لارښودو د بدلون پروژې مخ په وړاندې بوتللو كښې د شريكو هڅو په اهميت هم زور راوړو ۔ډاكټر مصدق ملك د توان٬انفراسټركچر سماجي څانګو كښې مهمو پرمختيائي پروژو كښې د نړيوال بانك مسلسل ملاتړ ستائېلو سره اسټريټجك اقتصادي او پرمختيائي اهداف سر كولو كښې د شراكتدارۍ اهميت رامخې ته كړو ۔مارټن ريزر په منطقه كښې د بدلون اقدامات ملاتړ لپاره د نړيوال بانك د عزم پخلے وكړو ۔په غونډه كښې د اوبو په څانګه كښې د روانو پروژو پشمول داسو هائيډرو پاور پراجيكټ٬ د تربيلا پراختيا پروژې٬بنيادي ډهانچې د ښه كولو په تګلاره ٬توان بچت كښې اضافه او پرمختيائي اهداف سر كولو لپاره تكنيكي جدت طرازي كښې په سهولت وركولو د پېشرفت جاج واخست۔دواړو ډلو د متوازن او پائيدار پروژو تر سره كولو كښې پالېسۍ اقدامات او د سرمايه كارۍ مهم كردار تسليم كړو ۔د غونډې په اختتام د خبرو اترو او مرستې دوامداره ساتلو له د شريك عزم پخلے وشو۔په غونډه كښې د اوبو وسائلو سېكرټري او د وزارت چارواكو٬د ورلډ بانك نائب صدر خاص مرستيال كشن ابیګنواردانا٬سينئر انرجي اسپيشلسټ او پروګرام ليډر محمد انس او سينئر آپريشنز افيسر ایوا لیسکرویټ هم ګډون وكړو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *