واشنګټن(اے پی پی) د داخله وزير محسن نقوی د امريكا دورې په مهال په واشنګټن كښې د كانګريس غړو لخوا د ماسخوتن مېلمستيا دستوره وشوه۔ د داخله وزارت له مخې مېلمستيا د هنري کیولر او مېکسائن واټرز لخوا وركړې شوه۔ د مېلمستيا دستوره كښې د داخله وزير او د كانګريس د غړو ترمينځه د شريكې خوښې په چارو او په پاك امريكا اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د پاكستان په معيشت او په آئي اېم اېف پروګرام هم خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې پاك امريكا اړيكو ته ودې وركولو له د دوه اړخيزه رابطو زياتولو په حاجت زور راوړلې شو۔ داخله وزير د كانګريس غړو ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ محسن نقوی ووئيل پاكستانۍ كميونټي د امريكا په بېلو برخو كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د اوورسیز پاکستانیانو امريكائي معيشت سره سره د پاكستان اقتصادي وضعه ښه كولو له خذمات هم د ستائنې وړ دي۔ پاکستانے نژاد نوموړے امريكائي بزنس مېن طاهر جاوېد او په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شېخ هم په دې موقع موجود وؤ ليکنه چليدنه حكومت د ميډيا د رغنده نيوكو هركلے كوي: د وزيراعظم د براډكاسټرز ايسوسي ايشن پلاوي سره خبرې وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د ورلډ بانك نائب صدر مارټن ریزر ملاقات٬د قوي اقتصادي اړيكو لا ودې او د توان تحفظ په څير شريكو چېلنجونو مخ نيوي لپاره په شريك عزم زور