APP48-171024 ISLAMABAD: October 17 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addresses a banquet organized in honor of senators. APP/TZD/ABB

اسلام آباد (مانند نیوز)وزيراعظم محمد شهباز شريف اېف آئي اے ته بهر هېوادونو ته د انساني قاچاق دهنده كوونكو مطلوبو قاچاق برو سپارلو لپاره د انټرپول څخه د مرستې ترلاسه كولو سپارښتنې سره وئېلي دي د انساني قاچاق د لارې د هېواد تشخص ته زيان رسوونكو په ضد دې سخته قانوني كاروائي وكړې شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې هېواد كښې د انساني قاچاق خاتمې لپاره د اقدامات په حقله د جاج اخستو غونډه وشوه وزيراعظم حكم وكړو چې د انساني قاچاق ختمولو لپاره دې ټولې ادارې فعاله كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د انساني قاچاق ناوړه دهنده كوونكو سره د هېواد تشخص ته زيان رسوونكو په ضد دې هم سخته قانوني كاروائي وكړې شي۔وزيراعظم اېف آئي اے كښې د افرادي قوت كمے په سمدستي توګه پوره كولو او په هوائي مېدانونو د بهر هېواد مزل كوونكو د سكريننګ معياري نظام لګولو سپارښتنه هم وكړه۔ده د اطلاعات او خپرونو وزارت ته د غېر قانوني بهر هېوادونو مزل او انساني قاچاق په اړه په ضد د خبرتيا كمپائن چلولو هم سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم اېف آئي اے ته بهر هېوادونو ته د انساني قاچاق دهنده كوونكو مطلوب قاچاق برو سپارلو لپاره د انټرپول څخه د مرستې ترلاسه كولو سپارښتنې سره ووئېل د انساني قاچاق د لارې د هېواد تشخص ته د زيان رسوونكو په ضد دې سخته قانوني كاروائي وكړې شي۔په غونډه كښې د انساني قاچاق برو په ضد تراوسه په شوو اقدامات بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې وفاقي وزير احد خان چيمه٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د اړوندو ادارو اعلٰی افسرانو ګډون وكړو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *