اسلام آباد  (مانند نیوز) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د لويو قربانو په سبب به فتنه الخوارج عمر له ختمولې شي، پاكستان به بيا د امن مركز جوړ شي،د پي آئي اے په اړه بنديزونه ختميږي،د لندن پروازونه به هم ډير زر بحال شي، وفاق به د صوبو سره په ګډه تعليمي ميدان كښې د چيلنجونو حل كولو له متحرك كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډه كښې خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د سرلښكر په مشرۍ كښې د فتنه الخوارج په ضد عمليات پېل شوي۔شپه ورځ كارروائۍ روانې دي۔ بلوچستان كښې په انټيلي جنس بيسډ عملياتو كښې 27 ترهه ګر وژلې شوي۔په نورو ځايونو هم عمليات روان دي۔لويې قربانۍ وركړې كېږي بايد چې مونږ يې احساس ولرو۔د دغه قربانو په سوب به فتنه الخوارج عمر له ختمولې شي او پاكستان به ډير زر انشا الله يو ځل بيا د امن مركز جوړ شي لكه څنګه چې په كال 2018 كښې د نواز شريف په مشرۍ كښې جوړ شوے ؤ۔وزيراعظم ووئيل په تاريخ كښې دا قربانۍ به عمر له ياد ساتلې شي۔وزيراعظم څو ورځي وړاندې اسلام آباد كښې د اسلامي نړۍ او ټولنو كښې د ميرمنو تعليم په اړه په ښه كنفرنس كولو د تعليم وزارت او د اطلاعات وزارت پشمول اړوندو چارواكو له شاباشے وركړو۔ده ووئيل په كنفرنس كښې د ميرمنو او ماشومانو تعليم په اړه مقالې لوستلې شوي۔ پاكستان كښې د ميرمنو تعليم په اړه لويې چيلنجونه لرو۔ 22.8 مليونه ماشومان د سكول څخه بهر دي چې پكښې زياتره جينكۍ دي،دا ډير لويې چيلنج دے۔وزيراعظم ووئيل د او آئي سي سيكرټري جنرل او اسلامۍ نړۍ د تعليم وزيرانو او ملاله يوسفزئي په كنفرنس كښې موجودګي خوشبينه وه۔د تعليم څانګه صوبو ته منتقل شوې خو وفاق هم ډير لوئ كردار ترسره كوي۔ بايد وفاق د صوبو سره په ګډه د تعليم په ميدان كښې چې كوم مشكلات او چيلنجونه شته د هغې حل له متحرك كردار ترسره كړي۔ مونږ تعليمي ايمرجنسي ډكليئر كړې وه۔ وزيراعظم د تعليم وزير ته سپارښتنه وكړه چې د صوبو سره نزدې رابطه ولري او د تعليم په ميدان كښې چې كوم مشكلات او چيلنجونه پیښ دي د هغې حل له په ګډه كار وكړي،دا قامي خدمت دے۔ وزيراعظم د پي آئي اے د اروپا لپاره د پروازونو بحالي لويه كاميابي ګرځولو سره ووئيل د بده مرغه تير حكومت د هوا بازۍ وزير پارليمان كښې د پاكستاني معيشت تباه كولو له چې كوم تقرير كړے،د هغې خرابي نتيجې رامخې ته شوي او د پاكستان اولس او معيشت د هغې د نتيجو سره مخ شوي۔ ده ووئېل د څو كاله معاشي تباهۍ نه پس چې په پي آئي اے كوم بنديزونه لګيدلې وو اوس هغه ختميږي۔دا يوه لوي سيټ بيك ؤ۔وزيراعظم د دفاع او اړوندو چاروكاو ته په دې كاميابۍ مباركي وركولو سره ووئيل ستاسو هڅو رنګ راوړے او هيله لرو چې لندن لپاره به هم ډير زر وازونه بحال شي او د پاكستان مسافرو ستونزي به كمې شي۔ وزيراعظم كابينې ته پنجګور كښې د نوي پاك ايران سرحدي كراسنګ پوائنټ پېل كولو په اړه ووئيل دې سره به قانوني تجارت ته وده ترلاسه شي او قاچاق به ختم شي۔ وزيراعظم په دې لړ كښې د ايران د مرستي هركلے وكړو۔ده كابينې ته ووئيل كرم كښې حالات اوس معمول ته راغلي۔ د امن لوظنامې ته ډېر زيان رسيدلے ؤ خو اوس صورتحال ښه كېږي۔مورچے به ختمولې شي۔ خوراك او داروګانو سپلائي بحاليږي۔وزيراعظم ووئيل ټول سټيك هولډر امن بد حالۍ او متحارب ډلو كښې تاؤ ترېښوالي ختمولو له دې په ګډه كار وكړي دغسې چې ناوړه بېښي بيا رامخې ته نه شي۔وزيراعظم ووئيل د بجلۍ وزارت ټاسك فورس تندۍ سره كار كوي۔ جنكوز څه كار دے چې پيمنټس اخلي، دا د سركار كار دے چې پيمنټس واخلي،ډالر كښې هغوي ته ادائيګۍ كول يو لويې چيلنج دے۔ كابينه به په دې اړه د اقدامات جاج اخلي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *