اسلام آباد (مانند نیوز)د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي وئېلي دي سوشل او ډيجيټل ميډيا د ژوند د ټولو څانګو د پرمختګ لازمي برخه ګرځېدلې ده ٬د اے پي پي سوشل اينډ ډيجيټل ميډيا څانګې په لږ وخت كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې۔د سوشل مېډيا ډله داسې پوهه لري كومه به چې پيشه وره ذمه وارو ترسره كولو نه علاوه عام ژوند كښې هم د هغې په كار راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د نوې كال په پېل د سوشل اينډ ډيجيټل ميډيا ډلې سره د كيك پرې كولو په مهال وكړه۔سيكشن انچارج عارف حسېن لاشاري او نائب انچارج عباس شګري ايم ډي محمد عاصم كهچي ته د خپلې ډلې د اړخه د ګلونو ډالۍ وړاندې كولو سره ووئيل د ايم ډي لارښودنې او مشرۍ نه غېر مخ په وړاندې تلل مشكل ؤ ۔هغه په سوشل مېډيا او ډيجيټل ميډيا ډلې نه يوازې باور كړے بلكې هغوي له يې ټولې آسانۍ هم وركړې دي۔ ليکنه چليدنه د متحدہ عرب امارات لارښودو د نوي كال په موقع د ټولې نړۍ هېوادونو ترقۍ او استحکام له پیغام د سعودي عرب په زياتره سيمو كښې د 5 نه تر 8 جنوري د باران امکان دے ۔ د موسمياتو قومي مرکز