ابوظہبی  (مانند نیوز) د متحدہ عرب امارات لارښودو د نوي كال په موقع د ټولې نړۍ هېوادونو لپاره د ترقۍ او استحکام پیغام وركړے دے ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وان تر مخه د متحدہ عرب امارات صدر، شیخ محمد بن زاید النهیان د ټولې نړۍ هېوادونو مشرانو او لارښودو ته د نوي كال 2025 مبارکي وركړې ده ۔ ده د هغوي صحت، خوشحالۍ او د هغوي د هېوادونو ترقۍ لپاره نیکس هيلې څرګندې كړې دي۔په دې موقع وائس پریذیډنټ، وزیراعظم او د دبئی حکمران شیخ محمد بن راشد المکتوم او نائب صدر، نائب وزیراعظم او د صدارتي عدالت چیئرمین شیخ منصور بن زاید النهیان هم د بېلو هېوادونو لارښودو او وزيراعظمانو ته د مبارکۍ پیغامات لېږلې دي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *