اسلام آباد(مانند نیوز) وزیراعظم شهباز شریف د وفاقی کابینې اقتصادی رابطه کمېټی ( ای سی سی ) جوړه كړې ده۔ د كمېټۍ چيئرمېن به پخپله وزيراعظم وي۔ د کابینه ډویژن لخوا د جاري شوي نوټيفكېشن له مخې وزيراعظم خپل خصوصي اختيارات كارولو سره د كابينه كمېټۍ اقتصادي رابطه كمېټي جوړه كړې ده۔ د كمېټۍ چيئرمېن به وزيراعظم پخپله وي او د خزانې وزير ٬ د تجارت وزير ٬ د توان وزير او د منصوبه بندۍ وزير به د دې غړي وي۔ د وزيراعظم په غېر موجودګۍ كښې به د اي سي سي غونډې مشري د خزانې وفاقي وزير كوي۔ ليکنه چليدنه كوهاټ كښې په يو كور كښې د سلنډر چاؤدنې پېښه ٬ 6 تنه ژوبل شول وزیر اعظم شهباز شریف د پخواني سفارت كار او د پي سي بي پخواني چيئرمېن شهریار خان په مړينه خواشيني اوښودله