پیښور (مانند نیوز)د كوهاټ په ملنګ آباد سيمه كښې د پېشمني په وخت په يو كور كښې د سلنډر چاودنې پېښې له امله 6 تنه ژوبل شوي چې پكښې درې ماشومان او درې ميرمنې شامل دي۔ د كوهاټ رېسكيو 1122 وياند له مخې د اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي د رېسكيو مرستې ډله د پېښې ځاې ته ورسېده او ژوبل شوي د كوهاټ ډسټركټ هيډكوارټر روغتون ته منتقل كړل چرته څخه چې درې زيات ژوبل شوي د ایمبولینسز د لارې پېښور ته منتقل كړې شوي دي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *