اسلام آباد/بیجنګ۔(مانند نیوز) د چين صدر شي جين پينګ آصف علي زرداري ته د پاکستان صدر په توګه په ټاکل کېدو مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ په خپل پېغام كښې شي جين پينګ ووئيل چې چين او پاکستان ښه ګاونډي ٬ ښه ملګري ٬ ښه همكاران او ښه وروڼه دي۔ هغه زياته کړه چې د دواړو هېوادونو مضبوطه ملګرتيا د تاريخ ټاكنه د دواړو هېوادونو د اولس قيمتي خزانه ده۔ د چين صدر ووئيل چې په دې وروستيو کلونو کښې مو د نزدې او اعلی كچې تبادلې په ځايې ساتلې دي۔ دواړو هېوادونو خپلو خپلو بنيادي ګټو او مهمو اندېښنو سره په اړوندو چارو د يو بل ملاتړ كړے دے۔ د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ ګټورې نتيجې رامخې ته شوي دي۔ د چينائي خبري اژانس د رپورټ له مخې صدر شي جين پينګ ووئيل نړۍ په يوه پېړۍ كښې په نظر نه راتلونكو چټك بدلونونو سره مخ ده او د چين پاكستان اړيكو تزويراتي اهميت نور هم زيات شوے دے۔ ده ووئيل زه د چين پاكستان اړيكو پرمختګ ته زيات اهميت وركوم او د چين او پاكستان ترمينځه روايتي ملګرتيا ٬ په بېلو څانګو كښې عملي مرسته لا زياتولو او د چين پاكستان پرمختګ لپاره صدر زرداري سره په ګډه كار كولو له چمتؤ يؤ۔ د خالي په ورځ د ځايي ميډيا د رپورټ له مخې د پاکستان پیپلز ګوند شريك چيئرمېن آصف علي زرداري د پاكستان نوے صدر ټاكلے شوے دے۔ قومی اسمبلۍ، سېنېټ او صوبائی اسمبلیو څخه ده 411 او د اپوزيشن كانديد 181 ووټونه ترلاسه كړل۔ د هېواد د صدر په حېث دا د ده دويم دور دے۔ دې څخه وړاندې دے كال 2008 څخه تر 2013 په دې منصب پاتے شوے وو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *