اسلام آباد (مانند نیوز ) پاکستان او ایران د امن او سوكالۍ مقاصدو ترلاسه كولو له د دوه اړخيزه احترام او په شريكو چېلنجونو قابو موندلو له د اجتماعي نقطه نظر په بنياد كار كولو ته اتفاق كړے ۔ دا اتفاق د نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني او د ايران خارجه وزير حسېن امير عبد اللهيان ترمينځه په خارجه وزارت كښې شوې۔ د خارجه دفتر وياندې له مخې دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه كړې۔ دوئي د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت ډول مخ په وړاندې بوتللو له د پياوړې مكالمې او همكارۍ په اهميت زور راوړے۔ په دې موقع دواړو فريقېنو د امن او سوكالۍ مقاصد ترلاسه كولو له د دوه اړخيزه احترام او په شريكو چېلنجونو قابو موندلو له د اجتماعي نقطه نظر په بنياد د كار په كولو موافقت وكړو۔ ليکنه چليدنه د هېواد په شمالي سيمو کښې د باران او واورې ورېدو امکان، د يخنۍ شدت زيات شو، د موسمياتو محکمه په خيبر پښتونخوا كښې د تيرو 5 كلونو په مهال رجسټرډ ووټونو كښې 40 لكه اضافه وشوه٬ اليكشن كميشن