پېښور/مردان (مانند نیوز) د كال 2024 په ټولټاكنو كښې د مردان III حلقه اېن اے 23 څخه 11 اميدواران په مېدان كښې ولاړ دي چې پكښې درې آزاد هم شامل دي۔ اے پي پي ته د ترلاسه معلومات له مخې په اېن اے 23 كښې د تحريك انصاف ملاتړ لرونكے آزاد اميدوار علي محمد خان٬ كليم الله طورو د جے يو آئي (ف)٬ د پيپلز پارټۍ شعېب عالم خان٬ د اے اېن پي پخوانے اېم پي اے احمد خان بهادر٬ د جماعت اسلامي عاقب اسماعيل ٬ د مسلم ليګ ن جلال خټك٬ د پاكستان مسلم ليګ عبدالعظيم٬ د امن ترقي پارټي بشير خان او د پاكستان شريعت پارټي معزالله خان سره سره شعېب خان او زرمحمد د آزاد اميدوار په حېثت په انتخابات كښې برخه اخلي۔ د يادونې وړ ده د مردان په حلقه اېن اے 23 كښې د مجموعي رجسټرډ ووټونو شمېره 4 لكه 61 زره 602 ده چې پكښې 2 لكه 55 زره 185 نارينه او 2 لكه 6 زره 417 زنانه ووټونه شامل دي۔ دغسې اېن اے 23 لپاره 317 پولنګ سټېشنز جوړ كړے شوي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *