اسلام آباد(مانند نیوز ) پاکستان د ایران لخوا د خپلو فضایي پولو په بې ساري ډول خلاف وزري په كلكه غندلو سره وئيلي دي چې د خپلواكۍ دا خلاف ورزي بېخي د قبلولو وړ نه ده او ددې جدي عواقب رامخې ته كېدې شي چې ذمه وار به يۍ په بشپړه توګه ايران وي۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيل شوي چې پاکستان د ايران لخوا د خپلو فضائي پولو د خلاف ورزۍ سخته غندنه كوي د كومې په نتيجه كښې چې دوه ماشومان مړه او درې انجونې ژوبل شوي دي۔ خارجه دفتر وئيلي دي چې دا نوره هم د اندېښنې وړ ده چې د پاکستان او ايران ترمېنځه د مواصلاتو د ګڼو چينلونو شتون باوجود دغه غيرقانوني عمل ترسره شوے دے۔ پاکستان په تهران کښې د ایران د بهرنیو چارو وزارت اړوند لوړ پوړي چارواکي ته د دې پېښې په اړه سخت احتجاج کړے دے۔ دې سره سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د بهرنیو چارو وزارت ته طلب كړے شوے دے دغسې چې د پاکستان د خپلواكۍ د دې ښكاره خلاف ورزۍ سخته غندنه وكړي او دا چې د دې د نتيجو مسئوليت به په بشپړ ډول د ایران په غاړه وي، پاکستان تل وئیلي چې ترهګري د سيمې ټولو هېوادونو لپاره مشتركه خطره ده چې مخنيوي له به يۍ بشپړه كارروائي كول وي٬ دا ډول يو اړخيزه كارروايۍ د ګاونډګيرۍ په زړه پورې اړيكو سره نه ښائي او دا دوه اړخيزه باور ته سخت زيان رسولې شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *