د پارليمنټ شريكه غونډه نن كيږي ٬ مهم قوانين به منظورولې شي ٬ 15 نكاتي ايجنډا جاري

اسلام آباد۔(مانند نیوز) د پارلیمنټ شريكه غونډه نن (د نهې په ورځ) په پارليمنټ هاؤس كښې كيږي په كومه كښې به چې د مهمو قوانينو منظوري وركولې شي۔ د ننۍ شريكې غونډې 15 نكاتي ايجنډا جاري كړې شوې ده۔ د قومی کمېشن برائے حقوق اقلیتاں بل 2025 ٬ د قومی اسمبلی سېکرټرېټ ملازمین ترمیمی بل 2025 او د حیاتیاتی او زهريلا وسلو مخنيوي سره د اړوند كنونشن بل 2024 به منظورولے شي۔ د ايجنډې له مخې د پاکستان انسټیټیوټ آف مېنجمنټ،سائنسز اېنډ ټېکنالوجی بل 2023 منظوري به وركولې شي۔ دغسې د نېشنل یونیورسټی فار سکیورټی سائنسز اسلام آباد جوړولو بل 2023 ٬ د اخوت انسټیټیوټ قصور بل 2023 او د ګھرکی انسټیټیوټ آف سائنس اینډ ټیکنالوجی بل 2025 به منظورولے شي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں