لاهور۔(مانند نیوز) لاهور قلندرز آسټرېلوي آل راؤنډر ډينيئل سيمز د سري لنكن كپتان داسن شناكا متبادل په توګه سيزن لپاره په اسكواډ كښې شامل كړے دے۔ د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې داسن شناکا په ذاتو وجوهاتو پي سي اېل څخه وړاندې ټورنامنټ څخه لاس په سر شوے و او د خپلې غېر موجودګۍ تصديق يۍ كړے دے ۔ لاهور قلندرز په سمدستي توګه د متبادل اعلان كولو سره ډینیئل سېمز په لوبډله كښې شامل كړو۔ د ده بېټنګ اسټرائیک رېټ 150 څخه زيات دے او په 216 ټي ټونټي مېچونو كښې يۍ 262 وکټونه ترلاسه كې دي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *