بیجنګ (مانند نیوز) چین د کوچني اختر په مناسبت د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لنډمهاله اوربند هرکلے کړے دے۔ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په یو خبري كنفرنس کښې وویل چین هیله لري چې دواړه هیوادونه به په زغم او سكون سره د سولې خبرې اترې بیا پېل کړي، زر تر زره به جامع او دوامداره اوربند ترلاسه کړي او اختلافات به د خبرو اترو له لارې حل کړي دغسې چې په دواړو هیوادونو او سیمه کښې سوله او ثبات وساتل شي. هغه زیاته کړه چې چین د اړوندو اسلامي هېوادونو د هڅو ستاینه کوي۔ هغه زياته كړه چې چین په سباؤن كښې هم رغنده رول لوبولو له چمتو دے۔ ليکنه چليدنه لاهور قلندرز آسټرېلوي آل راؤنډر ډينيئل سيمز سيزن لپاره په اسكواډ كښې شامل كړو خپل كور د هر وګړي حق دے ٬ په آسانو شرطونو پورونه وركولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي٬ رهائشي څانګه كښې د سرمايه كارۍ په لاره كښې ولاړ خنډان به لرې كولې شي: وزیراعظم شهباز شریف