حج 2026 لپاره د مذهبي چارو وزارت د افسرانو او ملازمينو 4 ورځنۍ تربيه بشپړ كړه٬ خصوصي ډله “ډيوټي عبادت دے” عزم سره سعودي عربستان ته روانيدو له چمتو ده شیئر کریں Admin اپریل 2, 2026April 2, 2026 0 تبصرے 94 مناظر اسلام آباد (مانند نیوز) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وزارت حج آپرېشن 2026 لپاره په 306 افسرانو او ملازمينو د مشتمل’’سیزنل ډیوټی سټاف‘‘ پنځه ورځنۍ لازمي تربيه بشپړ كړې ده۔ دا خصوصي ډله به په مكه مكرمه ، مدینه منورہ او مشاعر مقدسه (منیٰ، عرفات، مزدلفه) كښې د يو لك 19 زره پاکستانی عازمینو خذمت او لارښودنې له تعينات وي۔ په دې ډله كښې د ګرېډ 19 او ګرېډ 18 افسران او ګرېډ 1 څخه تر ګرېډ 272 معاونين او فيلډ سټاف شامل دے۔ د مكه او خدام الحجاج کوآرډینېټر ذوالفقار خان ووئيل دې اهلكارو ته 30 مارچ څخه تر 2 اپرېل خصوصي تربيه وركړی شوه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د حج په مهال د ذاتي عبادت په ځائې د حاجيانو صاحبانو خذمت لومړۍ ترجيح ده۔ ډپټی ډائرېکټر آپرېشنز صداقت اعوان په تربيتي سېشنز رڼا اچولو سره ووئيل په اولني ځل د وزارت عملې ته د عصري ټېكنالوجۍ ٬ پاك حج اېپ ٬ نسك اېپ او پاك معاونين اېپ د كارولو عملي تربيه وركړې شوه۔ دې سره سره دوئي ته د شكايتونو فوري ازالې له د “کمانډ اېنډ کنټرول سسټم”، په مشاعر مقدسه د پاتې كېدو او خورك ٬ مکتب کوآرډینېشن او د بې دركه كېدونكو حاجيانو لټون په څير د حساسو معاملاتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د تربيتي پروګرام په مهال بېلو پوهانو په بېلو اړوندو موضوعاتو لېكچرې وركړې 0Like0Dislike50% LikesVS50% Dislikes