اسلام آباد (مانند نیوز) وزیراعظم محمد شهباز شریف مسیحی ورورولۍ له په ایسټر تهوار مباركي وركولو سره وئيلي دي د ټولو وګړو او په خاص توګه د اقلیتونو مذهبی، معاشی، تعلیمی حقونو تخفظ ته حکومت پام لرنه كوي،د نړۍ موجودہ تاؤ ترېښوالي حالاتو كښې ټولو مذهبونو د امن تعلیم و ترغیب نور هم اهمیت اختیار کړې دے۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم ووئيل د ایسټر خوشحالو په موقع د پاکستان اولس او حكومت د اړخه د ټولي نړۍ او په خاص توګه پاکستان كښې مېشته مسیحی ورورولۍ له مباركي وركوم۔ د هېواد ټولو وګړو ته دې دا خوشحالۍ مباركي شي،مونږ دعا كوو چې د خوشحالو دا ورځ مسیحی ورورولۍ،زمونږ د هېواد او ټولي نړۍ لپاره د امن و استحکام او سوكالۍ زيرے راوړي۔ده ووئيل د نړۍ موجودہ تاؤ ترېښوالي حالاتو كښې ټولو مذهبونو د امن تعلیم و ترغیب نور هم اهمیت اختیار کړې دے، ایسټر د كوم هم مذهبی تهوار په شان د ټول انسانیت لپاره د ميني ، امید نو ، قربانۍ و بحښني ، امن و روادارۍ، ورورولۍ په شان مثبت اقدار او سماجی او مذهبونو ترمينځه همغږۍ پیغام دے۔ ده ووئيل د پاکستان مسیحی ورورولي ټولو څانګو كښې فعاله کردار ترسره كوي،ټول وګړي او په خاص توګه د اقلیتونو مذهبی، معاشی، تعلیمی حقونو تخفظ ته حكومت پام لرنه كوي،ټولو وګړو لپاره يو ډول موقعې او د حقونو تخفظ عزم بنیاد په اسلامی تعلیمات، قائداعظم محمد علی جناح په نظریات او د آئین پاکستان په ضمانت قائم دې۔ ده ووئيل راځئ چې په دې ورځ لوظ وكړو چې ټول قامونه يو موټې كيدو سره به د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له خپل تعمیری کرادر ترسره كوو۔ ليکنه چليدنه د تجارت وفاقي وزير سره د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكاري وليدل د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د فيفا چيف ملاقات، لوبو كښې مرستي زياتولو ته سلا شول