رياض۔(مانند نیوز) د سعودي عرب دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان سره د فرانس د وسله والو ځواكونو وزير كيتهرين واټرن په رياض كښې ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو د دفاعي څانګو تر مينځه د اړيكو او د هغې د مضبوطولو د لارو چارو جاج واغستلے شو۔ د اردو نيوز تر مخه د سعودي دفاع وزير پخپل ايكس پوسټ كښې ووئېل زما سره د فرانسوي وسله والو ځواكونو وزير ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو تر مينځه د اړيكو جاج واغستلے شو او د هغې لا مضبوطولو لپاره د لارو په لټولو ٬ په سيمه ايز پېشرفت او د هغې په بېلا بېلو اغيزو خبرې وشوې۔په دې موقع چيف آف جنرل سټاف لېټېنېنټ جنرل فراض الرويلې او د دفاع وزارت اعلې چارواكي ٬ سعودي عرب كښې د فرانس سفير ميسو ناو او د فرانسوي پوځ د وزارت عهدېدار موجود وو ليکنه چليدنه خپل كور د هر وګړي حق دے ٬ په آسانو شرطونو پورونه وركولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي٬ رهائشي څانګه كښې د سرمايه كارۍ په لاره كښې ولاړ خنډان به لرې كولې شي: وزیراعظم شهباز شریف د اسراییل او ایران جګړه؛ پاکستان به سبا د څلورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي