اسلام آباد 02 نومبر (مانند نیوز) د پخواني صدر مملكت محمد رفيق تارړ تلين د ګل په ورځ د نومبر په 2مه نيټه ولمانځلے شو ۔هغه په كال 1929 كښې د ګوجرانواله په يو كلي پيركوټ كښې زيږېدلے و۔هغه د اسلاميه كالج ګوجرانواله څخه د ګريجويشن نه پس 1951 كښې د يونيورسټي لا كالج لاهور څخه د ايل ايل بي ډګري ترلاسه كړې وه۔محمد رفيق تارړ په كال 1955 كښې د لاهور په هائي كورټ كښې د ايډووكيټ په توګه پريكټس پېل كړے ؤ او په كال 1966 كښې ايډېشنل ډسټركټ اينډ سيشن جج تعينات شو۔ارواښاد د لاهور هائي كورټ چيف جسټس سره سره په سپريم كورټ كښې هم د جج په توګه وظيفه ترسره كړې وه او د دې نه وروستو يې د هېواد په سياست كښې برخه واخسته او د مسلم ليګ(ن)په په ټكټ سينيټر وټاكلے شو۔محمد رفيق تارړ په 1998 كښې د پاكستان 9م اولس مشر جوړېدو سره سوګند پورته كړو او په 12م اكتوبر 1999 كښې د مشرف حكومت د وزيراعظم نواز شريف سره سره محمد رفيق تارړ هم د خپلې چوكۍ نه اخوا كړو۔دغسسې محمد رفيق تارړ په 7م مارچ كال 2022 كښې په لاهور كښې په حق رسېدلے ؤ۔ ليکنه چليدنه مومند ضلع كښې د پوليو مخ نيوي په ډله ډزې ٬ دوه پوليس اهلكار شهيدان