اسلام آباد 19 اکتوبر (مانند نیوز) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص سلاحكار هارون اختر خان سره د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ ادارې (يونيډو) پلاوي ليدلي۔ ليدنه كښې د صنعتي پرمختګ، شريكې مرستې، موسمياتي بدلون، توان او د مسابقت پشمول پيداواري صلاحيت زياتولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دا خبره د صنعت او پېداوار وزارت لخوا په جاري اعلاميه كښې شوې۔ د ملاقات په مهال هارون اختر خان ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاکستان صنعتي پرمختګ ، معاشي استحکام او عصري ټېكنالوجۍ ته وده وركولو پلو پام ګرځولے دے۔ د وزيراعظم وژن پاکستان په برآمدات اډانه مضبوط صنعتي معيشت جوړول دي٬ د ځوانانو لويه آبادي د پاكستان طاقت دے خو د صنعتي پرمختګ نه غېر معاشي پېشرفت ممكن نه دے۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ليکنه چليدنه کوهاټ٬ په تپي سيمه كښې د كور چهت راپرېوتو پېښه٬ د مېرمنو او ماشومان پشمول 7 كسان ژوبل