اسلام آباد۔18اکتوبر  (مانند نیوز) ولسمشر آصف علي زرداري د کارساز پېښې شهیدانو ته د درناوي په ترڅ کښې ویلي دي چې د آئين لوړوالي، د اولس واکمني او د جمهوري ارزښتونو ساتنه د کارساز پېښې د شهیدانو د قربانیو غوښتنه ده۔ د ولسمشر د دفتر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې ولسمشر آصف علي زرداري د کارساز پېښې د ۱۹ کلونو د بشپړېدو په مناسبت شهیدانو ته درناوی وړاندې کړو۔  ولسمشر وویل د کارساز پېښې د شهیدانو قربانۍ د پاکستان د ملي تاریخ یو روښانه  باب دې۔ شهیده محترمه بینظیر بوټو خپل ژوند ته د پېښو خطرو باوجود ثابت قدمه پاتې شوه، د هغې زړورتیا او قرباني د جمهوريت ، سولې او عدالت علمبردارانو لپاره یوه رڼا ده. ولسمشر وویل د کارساز پېښې د شهیدانو قربانۍ د ترهګرۍ او افراطیت له منځه وړلو عزم نور هم پیاوړې کوي. د کارساز شهیدانو قربانۍ به د راتلونکو نسلونو لپاره د سوله ایز، جمهوري او سوکاله پاکستان جوړولو لپاره د عزم سرچینه پاتې وي۔ . ولسمشر د کارساز شهیدانو د درجو د لوړوالي او غمجنو کورنیو لپاره د صبر او زغم دعا وکړه۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *