اسلام آباد (مانند نیوز)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي  د كركيلې او صنعت تل پاتی پرمختګ د حكومت اقتصادي پالېسۍ بنيادي ستن ده٬پالېسي سازۍ كښې شاكتدارو څخه مشاورت ته خاص اهميت ترلاسه دې۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبره د زيارت په ورځ  د پاكستان كاټن جنرز ايسوسي ايشن يو پلاوي سره ملاقات كښې كړې د پلاوي مشري چيئرمېن شم لال منګلاني كوله۔د ملاقات مقصد د پومبې څانګې ته په پیښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه او د دې صنعت معيشت كښې شراكت٬د برآمدات ودې او كلي وال روزګار كښې زیلتوالی لپاره موثر اقدامات باندی  غور كول وو۔پلاوي كښې د ايسوسي ايشن سينئر وائس چيئرمېن شيخ فياض احمد٬پخوانې چيئرمېن سهيل محمود حر٬چوهدري وحيد ارشد او مختار بلوچ شامل وو۔د غونډې په مهال د د پومبې ټولې ويليو چين موجوده صورتحال٬كارونګرو او جنرز ته په ورمخې ته شوو مسئلو او پیداوار٬سرماي كارۍ او پائيدارۍ كښې د ښه والې راوستكونكې پالېسۍ په اقدامات تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پي سي جي اے استازو  پومبه يو مهم فصل او د پاكستان ټيكسټائل صنعت لپاره د بنيادي خام مال په توګه د دې په اسټريټجك اهميت زور راوړو۔ده ووئيل دا څانګه د كلي وال روزګار وركولو٬ د ذيلي صنعتونو پرمختګ٬برآمدات كښې د  یاتوالی او په درآمدۍ پومبې انحصار كولو كښې كليدي كردار ادا كوي۔پلاوي د ټيكس٬دستاويزي نظام او په دې څانګه كښې د رسمي معاشي هلو ځلو ودې په اړه تجاويز هم وړاندې كړل۔د خزانې وزير د پومبې صنعت قومي معيشت كښې اهميت تسليمولو سره د حكومت د عزم پخلې وكړی چې د پېداواري څانګو لپاره به سازګار كاروباري ماحول وركولې شي۔ده ووئيل  د كركيلې او صنعت تل پاتې پرمختګ د حكومت اقتصادي پالېسۍ بنيادي ستن ده  او پاليسي سازۍ كښې شراكتدارو سره مشاورت ته خاص اهميت ترلاسه دې۔ده باور وركړو چې د پي سي جي اے لخوا وړاندې كړي تجاويز به د اړوند ادارو په كچه تفصيلي جاج اخستلې شي۔په غونډه كښې د پومبې ټول نظام مستحکمولو ٬مسابقت كښې په زباتوالی او د ويليو ايډيشن ودې او سپلائي چين كښې نورې سرمايه كارۍ په ضرورت هم خبرې  وكړې۔ډلو په دې خبره اتفاق وكړو چې د حكومت او صنعت ترمينځه پرله پسې رابطه ضروري ده دغسې چې عملي او اد وږدې مودې حل ولټولی شی  كوم چې د پومبې څانګې بحالۍ او پرمختګ كښې مرستياله ثابت شي۔د خزانې وزير د پلاوي تعميري مشورې ستائېلو سره د دې عزم څرګندونه وكړه چې حكومت به د صنعت استازو سره  نزدې مرسته ساتي دغسې چې په هېواد كښې تل پاتې اقتصادي پرمختګ٬برآمدات كښې اضافه او روزګار موقعېرا پېدا كړی شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *