اسلام آباد۔(مانند نیوز) نائب وزير اعظم / د بهرنیو چارو وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار تېره شپه د کویت د بهرنیو چارو وزیر شیخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ټیلیفوني تماس ونيولو۔ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د شورو په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې دواړو مشرانو په سیمه کښې د وروستي پېشرفت په شمول په كوېت ترسره شوو بريدونو ژوره اندېښنه ښكاره كړه۔ نائب وزيراعظم د کویت له مشرتابه او اولس سره د پاکستان پیوستون څرګند کړ او په سیمه کښې د سولې او ثبات د ودې لپاره یې د سمدستي خبرو اترو او د تاؤتریخوالي کمولو په اړتیا زور راوړو۔ د خبرو اترو په مهال په هغو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه په كومو چې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې غور روان دے۔ دواړو خواوو د پاکستان او کویت ترمنځ تاریخي او ورورولۍ اړیکې بیا تایید کړې ليکنه چليدنه فريش کرنسي نوټ پالسي ۲۰۲۶ قطر پاكستان څخه د وريژو او نورو غذائي مصنوعاتو درآ مد زياتولو كښې خوښي ښكاره كړه: د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان