اسلام آباد (مانند نیوز) د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري د ګل په ورځ قامي اسمبلي خبر كړه چې په اسلام آباد كښې ټول فرنيچر ايکسپوز په بشپړه توګه قانوني او د انتظامي تقاضو له مخئ تابيا كړې شوي٬ ده په ايوان كښې د پام راګرځونې د نوټس په ځواب كښې ووئيل پلازمينه كښې هر ډول اېكسپوز يا اولسي دستورو كولو لپاره په رسمي توګه اين او سي ترلاسه كول لازم دي۔ ده ووئيل اېن او سي په ھغه صورت جاري كېږي كله چې د اړوندو ادارو پشمول اسلام آباد کيپټل ټيريټري ايډمنسټريشن، پوليس، سپيشل برانچ او د ټريفک پوليس لخوا کليئرنس رپورټس تر لاسه شي دغسې چې د وګړو امن او امان يا ټريفک د مسئلې اندېښنه نه وي ۔ ده ووئيل په مجموعي توګه د فرنيچرز شپږ ايکسپوز شوې دي او هر يو لپاره ټاكلے شوے فيس وركول او د ټولو قانوني پړاٶنو نه پس اېن او سي جاري كړې شوې ده۔ طلال چوهدري زياته كړه چې په نندارونونو كښې ګډون كوٶنكي ټول په باقاعده توګه رجسټرډ وي او د دوي تفصيلات د اړوندو ادارو پشمول ټېكس چاوراكو سره هم شيئر كېږي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *