لاهور ۔12جنوری د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د مسلم ليګ (ن) مشرتابه د اولس د خذمت په مشن كار كوي٬ په معيشت كښې استحكام او د پرمختګ په رفتار كښې بهتري ليدلې شي۔ تېر كال د مئي مياشت كښې عسكري كاميابۍ او معاشي اقداماتو سره په نړيواله كچه عزت او وقار ترلاسه شو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپلې مور او د مسلم ليګ (ن) لارښودې ساجده فاروق تارړ سره د وزيراعظم د سياسي چارو كوآرډينېټر سيد توصيف شاه په دفتر چيمه هاؤس كښې د خپلې حلقې اولسي نمائندګانو ٬ چيئرمېنانو ٬ وائس چيئرمېنانو ٬ سينئر كارمندانو ٬ كونسلرانو ٬ مېرمنو لارښودو او لېډي كونسلرز سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت اولسي خېر ښېګرې ته تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي٬ هېواد اوس استحكام څخه وروستو د پرمختګ په لاره روان شوے دے۔ ده ووئيل تېر كال د مئي مياشت كښې عسكري كاميابۍ او معاشي اقداماتو سره په نړيواله كچه عزت او وقار ترلاسه شو٬ په معيشت كښې استحكام او د پرمختګ په رفتار كښې بهتري ليدلې شي ٬ د مسلم ليګ (ن) مشرتابه د اولس د خذمت په مشن كار كوي۔ په دې موقع ده كارمندانو څخه مسئلې واورېدلې۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو د مسلم ليګ (ن) حكومت په پالېسيو باور ښكاره كړو او د وفاقي حكومت لخوا پرمختيائي كارونه يۍ وستائل۔ ګډون كوؤنكو د پنجاب حكومت به پرمختيائي اقداماتو هم د اطمينان څرګندونه وكړه۔ نزدې درې ساعته روانه پاتې شوې غونډه كښې د حلقې مسئلو سره سره د هېواد په مجموعي صورتحال كښې په بهترۍ او د سباؤن په تګلاره هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر په ملاقات كښې په ګډون كولو د لارښودو او كارمندانو مننه وكړه۔(اے پي پي وا ١٢٥٣) ليکنه چليدنه بهرني پاكستاني عازمين دې خپل حج پرواز څخه يوه اونۍ وړاندې حاجي كيمپ كښې تربيه ضرور ترلاسه كړي: د مذهبي چارو وزارت د بلوچستان وزيراعلی سركاري آسامو په ميرمټ او پيپر ليس بنياد آن لائن بھرتيانې كولې شي