اسلام آباد(مانند نیوز) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وطن ته له رارسېدو څخه وروستو د انډونيشيا خارجه وزير سوګیونو سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د پاكستان – انډونيشيا اړيكو موجوده صورتحال جاج واغست او د او آئي سي په شمول يۍ په ګڼ اړخيزه فورمونو د يو بل په ملاتړ كولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي په روانه نړيواله وضعه هم خبرې وكړی چې په كښې د صوماليه صورتحال او په غزه كښې د اوږدې مودې امن لپاره روانې هڅې شاملې دي۔ دواړو لارښودو په نړيوالو چارو د نزدې رابطې په برقرار ساتلو اتفاق هم وكړو۔ ليکنه چليدنه نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د چين كاميابې دورې نه وروستو هيواد ته راروان شو د سعودي ولي عهد سره د سوريه صدر ټېلې فوني تماس ٬ دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو خبرې