اسلام آباد (مانند نیوز) نائب وزیرِ اعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د بنګله دېش پخوانۍ وزیرِاعظمي بیګم خالدہ ضیاء په مړينه غمرازۍ لپاره اسلام آباد كښې د بنګله دېش هائی کمیشن دورہ وكړه، بنګله دېش لنډمهاله هائی کمشنر سره ئې غمرازي او د ارواښادي بخښني لپاره فاتحه خوانی وكړه او تعزیتی کتاب ئې خپل تاثرات وليكل۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزیرِ اعظم ووئيل څو مياشتي وړاندې د بنګله دېش دورے په مهال زما د بیګم خالدہ ضیاء سره ملاقات شوې ؤ۔ده ووئيل زه د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمي او بنګله دېش نیشنلسټ پارټی چیئرپرسن بیګم خالدہ ضیاء په مړينه د غم دړد څرګندونه كوم۔د پاکستان اولس، حکومتِ او د خپل اړخه زه د بنګله دېش حکومت ، اولس او ارواښادي كورنۍ او پلويانو سره غمرازي كوم۔ بيګم خالده ضياء خپل ټول ووند د اولس خدمت او خپل قوم ښېګړي لپاره وقف كړې،په مشكل وخت كښې د هغې استقامت او قيادت يوه ورثه پرېښودلې،هغې د هېواد او اولس خدمت ته د قدر په سترګه ګورو۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د پاكستان اولس د بنګله ديش اولس سره د يووالي څرګندونه كوي،مونږ د هغوي په غم كښې برابر شريك يو۔ ليکنه چليدنه پاکستان په ون چائنا پاليسي عمل كوي۔ د خارجه دفتر وياند امیر مقام او سجاد خان د ملاکنډ په توتا کان کې د نادرا مرکز پرانیست