اسلام آباد(مانند نیوز)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري سره د برتانيې٬ناروے٬آسټريا پارليمان غړو او د ټيكنالوجۍ او سرمايه كارۍ نړيوالو لارښودو پشمول اعلٰی كچ پلاوي د ګل په ورځ ملاقات كړے دے ۔ملاقات كښې د شريكې مرستې٬سيمه ايزو رابطو٬سرمايه كارۍ ډيجيټل پرمختګ او د نړيوالو چېلنجونو د مخ نيوي په چارو خبرې وشوې۔چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د پلاوي هركلې كولو سره ووئېل پاكستان نړۍ لپاره د اعتماد وړ دوست هيواد دے او مونږ نړيوالو همكارانو سره د تل پاتي شراكتدارۍ خوښي لرو۔ده ووئيل پاكستان انفراسټركچر٬توان٬كركيلې٬ټېكنالوجۍ او آئي ټي پشان مهمو څانګو كښې د شراكتدارۍ او سرمايه كارۍ پراخه موقعې وړاندې كوي۔ده ډيجيټل سكيورټي او جديد ټېكنالوجۍ كښې مرسته د وخت مهم ضرورت وګرځولو ۔په ملاقات كښې جديد ميډيا٬آن لائن سيفټي٬هائبرډ وار فيئر او ډس انفارمېشن مخ نيوي په موضوعات هم تفصيلي خبرې وشوې۔پلاوي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري ته د پاكستان ميډيا او ډيجيټل ايكو سسټم استعداد زياتولو په ممكنه لارو بريفنګ وركړو ۔د دې نه علاوه تعليم٬روغتيا٬ د ميرمنو معاشي شموليت٬سماجي پرمختګ٬منطقه كښې امن٬معاشي راهدارو او د ټرانزټ ټريډ په چارو بحث وشو ۔بلاول بهټو زرداري افغانستان٬مينځنۍ آسيا او خليجي منډيانو سره روابط زياتولو په اړه هم د پلاوي د تجاويز سره اتفاق وكړو ۔دواړو ډلو د ايف ډي آئي٬شريكو كاروباري پروژو او پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ته ودې وركولو هم باندې خبرې وكړې ۔په ملاقات كښې امريكې لپاره د پاكستان سفير علي جے صديقي٬ د بينك اسلامي ډپټي سي اي او عمران ايچ شيخ٬ د جے ايس بينك نينه شيخ٬ د برتانيې د هاؤس آف لارډز غړے سائمن اسټيونز٬ د ناروے پارليمان غړې همانشوګلاتي٬ د آسټريا پارليمان غړے ويټ ډینګلز٬ د ګوګل Jigsaw سی ای او یاسمین ګرین، د مائیکرو سافټ ټرننګ ګروپ پروګرام منیجر ایلی الوی، د پورټیج وینچر اسټیفنی چو، د ریډل انکارپوریشن سي اي او ایګور ژادانوف، د اټامک ایډوائزر رزا منیر، د اسټیلتھ ډیفنس ټیک اسټارټ اپ سي ای او مائیکل ویګانډ، د ملټی فیتھ الائنس سی ای او شادی مارټینی او نورو نړيوالو لارښودو ګډون وكړو۔په ملاقات كښې د امريكې٬اروپاﺀ او خليجي منطقو سره تعلق لرنكو ګڼ شمېر خبريالانو٬تعليم پوهانو٬سرمايه كارو او نړيوالو د تنظيمونو استازو هم ګډون كولو۔

50% LikesVS
50% Dislikes

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *