اسلام آباد (مانند نیوز) د مذهبي چارو وزارت لخوا حج 2026 سره اړوند اقدامات جاري دي٬ د سرکاري سکيم لاندې د حج درخواست كوٶنكو څخه به د حج خرڅونو دوېم قسط د نومبر په اولنۍ نېټه وصولي نه وړاندې حج پېکېج اعلان كړے شي۔ د ګل په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې د مذهبي چارو وزارت وياند ووئيل د كال 2026 لپاره د پېپرا رولز له مخې کيټرنګ کمپنو څخه د حاجيانو خوراك، ټرانسپورټ او استوګنې په حواله ټېنډر جاري كړې شوې دې كوم چې د سعودي ورځپاڼو كښې شائع شوې دې۔ ده ووئيل چې ايئر لائنز سره هم خبرې روانې دي٬ هيله ده چې د ستمبر او اکتوبر په مهال به د هوائي ټکټ په حواله هم ائيرلائنز سره معامله ترسره شي۔ ليکنه چليدنه چائنا انټرنيشنل فيئر فار ټريډ ان سروسز 2025 كښې د آسټريليا 60 ادارو او كمپنيو برخه واخسته ۔ د چين ميډيا وزيراعظم شهباز شريف ډيجيټلائزيشن د وخت ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي