چټاګانګ (مانند نیوز) د پاكستان د تجارت وزير جام كمال خان او د بنګله دېش د تجارت صلاحكار اېس كے بشير الدين په يوه ورځنۍ سركاري دوره چټاګانګ ته رسيدلې،چرته چې ضلعي انتظاميې او شاه امانت انټرنيشنل ايئرپورټ چارواكو د هغوي تود هركلے وكړو۔د دورے په مهال پلاوي د چټاګانګ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري ( سي سي سي آئي)سره ملاقاتونه كړي،د بنګله دېش شپ بريكنګ انډسټري او چټاګانګ پورټ معائنه وكړې شوه۔په دې موقع كاروباري ورورولۍ سره نيغ په نيغه د خيالاتو څركندونه وشوه، تجارتي مرستي په نوي امكاناتو خبري اتري وشوي او د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د لاجسټكس سهوليات ودي هم جاج واخستلے شو۔ كاروباري ورورولۍ د پاك۔بنګله دېش په تجارتي اړيكو خپلې قيمتي رائے وركړې او نيغ په نيغه د پروازونو بحالۍ، دواړو هېوادونو ترمينځه فري كوئنټ شپنګ سروس او تجارت ډيجيټلائزيشن په اړه ئې تجاويز وركړل ۔وفاقي وزير او د بنګله ديش صلاحكار په دې موقع ووئيل ډير زر به د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه’’جوائنټ وركنګ ګروپ آن ټريډ‘‘ جوړ كړې شي كوم به تجارتي خبرو اترو له يو اداره جاتي فريم ورك وركړي۔دې نه ځانله ريډي ميډ ګارمنټس، زرعي څانګي ، هيلتھ كيئر، ليدر او ضروري څيزونو كښې په مرسته هم خبري اتري وشوي۔جام كمال خان او اېس كے بشير الدين د كبير شپ ري سائيكلنګ فسيلټيز هم دوره وكړه،چرته چې هغوي ته د دواړو هېوادونو ترمينځه الوتكو جوړولو ، شپ بريكنګ او ري سائيكلنګ په څانګو كښې د مرستي ګنجائش په اړه بريفنګ وركړې شو۔چټاګانګ پورټ اتھارټي چيئرمېن پلاوي ته د پورټ تاريخ، آپريشنز، روانو منصوبو او ’’سنګل ونډو آپريشنز‘‘ پشمول د تجارت ډيجيټلائزيشن په اړه تفصيلات څخه خبر كړو۔ ليکنه چليدنه فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د چين خارجه وزير ملاقات ٬ تلپاتې ستراتيجيك همكارۍ مضبوطولو له د عزم پخلے ٬ آئي ايس پي آر د تجارت وفاقی وزیر جام كمال خان ډھاكه كښې د اسكوائر فارماسیوټیكلز دوره وكړه