اسلام آباد  (مانند نیوز) د انفارمیشن ټیکنالوجی اینډ ټیلی کمیونیکیشن وفاقی وزیري شزه فاطمه خواجه وئيلي دي د آئي ټي څانګي پرمختګ ته پام لرنه كوو، د آئی ټی وزارت پاکستان سټارټ اپس فنډ پېل كوي، د مصنوعی زركتيا ودې ته حکومت خاص پام لرنه كوي،ځوانان هنرمنده كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ قائداعظم یونیورسټی كښې سیمینار ته وكړه۔دي ووئيل د ځوانانو روزګار باوري كولو له مونږ دا ځل هم په اربونو روپۍ بجټ بېل كړے،قامی پرمختګ كښې به ټولو له كردار ترسره كول وي او د کامیابۍ انحصار هم په دې دے۔دي ووئيل سږ كال مونږ پاکستان كښې په وړومبي ځل ډیجیټل فارن ډائریکټ انویسټمنټ فورم تابيا كړې، فورم كښې د 45 هېوادونو د آئی ټی وزيرانو او مندوبینو ګډون كړے،په دې فورم كښې مونږ 700 ملیونه ډالره د انویسټمنټ ایم او یوز او په لوظنامو لاس ليك شوے۔ وفاقی وزیري ووئيل اوس بايد کمپنۍ د دې انویسټمنټ ترلاسه كولو لپاره اقدامات وكړي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *