اسلام اباد  (مانند نیوز) قومي اسمبلۍ كښې د مخالفي ډلي مشر عمر ایوب خان په کوئټه کښې د ترهګرۍ بزدلانه برید په سختو ټکو وغندلو كوم كښې چې د هېواد زړور بچے میجر انور کاکړ شهيد شوې ۔عمر ایوب خان ووئیل چې میجر انور کاکړ د هېواد او ولس په خاطر خپله وینه قربان کړه او د دښمن د ناوړه عزائم په وړاندې د پولادو دېوال جوړ شو۔ ده ووئيل د شهید دا زړوره قرباني د ولس مورال لا لوړوي او ټول ولس شهید ته پيرزوئنې وړاندې کوي۔ ده ووئيل چې لوے څښتن دې د شهید درجات لوړ کړي او کورنۍ ته دې د زړه صبر ورکړي۔ عمر ایوب خان ووئیل چې د شهیدانو وینه هېڅکله بے ځایه نه ځي۔هغه د میجر انور کاکړ کورنۍ سره خپله خواخوږي او غمرازي ښكاره كړه۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *