ملګري ملتونه (مانند نیوز) د ملګرو ملتونو ورلډ فوډ پروګرام (ډبلیو اېف پی) خبردارې وركړې دې چې په غزه كښې د روزانه په بنياد 112 كوچنيان د خوراك سخت كمي سره مخ دي۔ ډبلیو اېف پی وئيلي چې د غزه په تړانګه كښې زياترې كورنۍ د يو وخت خوراك په كولو ژوند كوي او په درې كښې يوه كورنۍ ټوله ورځ له كوم خوراك څښاك كولو نه غېر تېروي۔ ډبليو اېف پي زياته كړی چې بالغ كسانو د معمول له مخې خوراك پرېښودلې دې دغسې چې مشرانو وګړو او كوچنيانو ته خوراك وركړے شي۔ له جنورۍ مياشتې څخه تر دې دمه نزدې 112 ماشومان د روزانه په بنياد د خوراك سخت كمي سره مخ دي۔ ایجنسۍ وئيلي چې د خوراك د سخت كمي له امله د غزه وګړي د روزانه په بنياد خپل ځانونه خطر كښې اچولو سره د خوراك كم مقدار په خوړولو مجبور دي۔ ليکنه چليدنه د ايران او اسرائيل ترمېنځه جنګ بندي نېك مرغه ده٬ ايراني قام د لويې جرات او مړانې څرګندونه كړې۔ د وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي کابينې غونډه كښې خبرې د وفاقي وزير محسن نقوي د نادرا ميګا سنټر بليو ايريا دوره ٬ د وګړو په مثبت تاثراتو انچارج او عملې ته شاباشې ٬ لا خوارۍ سره د كار كولو تلقين