رياض (مانند نیوز) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د نهې په ورځ د ايران صدر ډاكټر مسعود پشكيان په ټلې فون تماس نيولے دے۔ د ايس پي اے تر مخه د رابطې په مهال د سعودي ولي عهد د ايران او اسرائيل تر مينځه د جنګ بندۍ د لوظ نامې هر كلے وكړو۔ هغه د مملكت د اړخه دا هيله ولرله چې دا جنګ بندي به منطقه كښې د امنيت او استحكام د بحالۍ او د لا تصادم خطر مخ نيوي له مرستياله وګرځي۔ شهزاده محمد بن سلمان د شخړو هواري لپاره د وړومبۍ لارې په توګه د سفارتي سپورټ د خپل زوړ موقف پخلے وكړو۔ د ايران صدر د اسرائيل د بريد غندلو په موقف د مملكت مننه وكړه او د منطقې امنيت او استحكام بحالۍ لپاره يې په هلو ځلو كښې د سعودي د كرادار ستائنه وكړه۔ ليکنه چليدنه د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل په ايران د بريدونو په سمدستي توګه بندولو غوښتنه٬ د پاكستان-هند جنګ بندۍ او د سندھ طاس لوظ نامې په سختۍ سره د پاسداري او د شخړو هواري لپاره دوه ارخيزه خبر اترې ضروري دي۔ د خارجه وزيرانو كونسل شريكه اعلاميه د ايران او اسرائيل ترمېنځه جنګ بندي نېك مرغه ده٬ ايراني قام د لويې جرات او مړانې څرګندونه كړې۔ د وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي کابينې غونډه كښې خبرې