اسلام آباد(مانند نيوز ډيسک) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلې دي پاكستان رېلوے د هېواد معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ دا د سامان وړلو راوړلو ارزانه ٬ ګړندۍ او ماحول دوسته زريعه ده ٬ د ريكوډك د رېلوے نېټ ورك سره په تړلو به د بلوچستان د مائنر اېنډ منرلز په څانګه كښې ترقي او د سيمې اولس لپاره د روزګار نوې موقعې راپېدا شي ٬ د پي ايم آفس مېډيا څانګې څخه جاري بيان تر مخه د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم پخپله مشرۍ كښې د پاكستان رېلوېز د اپ ګرېډېشن او د دې تر رېكوډك پراختيا په اړه د نهې په ورځ يوې اعلې كچ غونډه كښې وكړه۔ غونډه كښې د سباون كارګو او تګ راتګ ضروريات تر مخه د پاكستان رېلېز د پرمختګ بشمول د اېم اېل ون او تهري د اپ ګرېډېشن په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم تر 2028 د رېكوډك د رېلوے سره د تړلو سپارښتنه وكړه۔ ده د رېلوے اپ ګرېډېشن او پرمختګ لپاره د فائنانسنګ په اړه د يوې بېن الوزارتي كمېټۍ جوړولو سپارښتنې سره ووئېل كمېټي به د رېلوے پرمختګ او تر رېكوډك پراختيا په اړه د فنانسنګ په اړه كوټلې وراندېزونه وركوي۔ وزيراعظم ووئېل پاكستان رېلوے د هېواد په معيشت او مواصلات كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ دا د سامان وړلو راوړلو ارزانه ٬ تنده او ماحول دوسته زريعه ده۔ غونډه كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار ٬ دفاع وزير خواجه آصف ٬ د اقتصادي چارو وزير احد خان چينمه ٬ د بحري چارو وزير جنېد انور ٬ د رېلوے وزير حنيف عباسي ٬ وزير مملكت بلال اظهر كيلاني ٬ او خاص معاون طارق فاطمي ګډون وكړو۔ ليکنه چليدنه د ټيكس وركو ځورل به نه شي زغغملې: شهباز شريف د قامي اسمبلۍ غونډه ، د مخالفې ډلې غړو علامتي واک آوټ