اسلام آباد(مانند نيوز)ايرني حملے نه پس اسرائيل کي د غزه شان حالات دي۔ متحده ایالات د دا ډول بریدونو له احتماله اندېښنه درلوده او یو شمېر ځواکونه یې له سیمې ایستلي دي. امریکا په خپلو رسمي پیغامونو کې خبرداری ورکړی که ایران د امریکایي هدفونو پر ضد برید وکړي، نو له جدي پایلو سره به مخ شي.خو که یو امریکایي وګړی – مثلاً په تل‌ابیب یا کوم بل ځای کې – ووژل شي، نو څه به پېښ شي؟

ډونلډ ټرمپ ممکن ځان په داسې وضعیت کې ومومي چې اړ شي غبرګون وښيي. د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له ډېرې مودې راهیسې په دې تورن شوی چې هڅه کوي امریکا د ایران پر ضد جګړې ته راکش کړي.پوځي شنونکي وایي، یوازې متحده ایالات داسې بم غورځوونکې الوتکې او درانه بمونه لري چې کولای شي د ایران تر ټولو ژورو اتومي بټیو ته ننوځي – په ځانګړي ډول د فوردو سایټ. ټرمپ خپلو پلویانو ته (د ماګا غورځنګ) ژمنه ورکړې وه چې نور به په منځني ختیځ کې “بې پایه جګړو” ته نه داخلېږي. خو هم‌مهاله، ډېر جمهوري‌پالان د اسرائیل ملاتړ کوي او دا نظریه یې منلې چې اوس ښايي د تهران د رژیم بدلون لپاره مناسب وخت وي.خو که امریکا د جګړې فعال اړخ شي، نو دا به د شخړې پراخېدو یو لوی ګام وي – چې اوږدې او احتمالي ویجاړوونکې پایلې به ولري.د فارس خلیج هېوادونه هم ښايي جګړې ته راکش شي.که ایران ونه ‌شي کولای د اسرائیل لوړ امنیت لرونکي پوځي او نور اهداف په نښه کړي، ښايي خپل توغندي د فارس خلیج پر لور واړوي – په ځانګړي ډول هغو هېوادونو ته چې ایران له کلونو راهیسې د خپلو دوښمنانو د ملاتړ تور پرې لګوي.

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *