APP48-171024 ISLAMABAD: October 17 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addresses a banquet organized in honor of senators. APP/TZD/ABB

پېښور (مانند نيوز) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئیلي چې د ترهګرۍ په ضد د جنګ په لړ كښې به خیبر پښتونخوا ته د این ایف سی له مخې مقرر شوې یو فیصد فنډ د ترهګرۍ تر ختمېدو جاري وي. د كال 20210 راهسې په دې لړ كښې خېبر پښتونخوا ته 700 اربه روپو څخحه زیات فنډ ورکړې شوي ۔د كال 1960 د سند طاس لوظنامي له مخې د اوبو هره قطره د پاکستاني ولس حق دی۔ د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ پاکستاني پوځ هندوستان ته د هغه سبق ورکړی چې تر قیامته به یې نه هېروي۔ که هندوستان بیا کوم حرکت وکړ نو بیا به ورته سبق وکولې شي ۔د خیبر پښتونخوا غیرتي ولس د پاکستان د دفاع لپاره قربانۍ ورکړي دي۔ خېبر پښتونخوا یو عظیم صوبه ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ په پېښور كښې یوې جرګې ته د وینا په مهال وکړه۔ په دې موقع فیلډ مارشل سید عاصم منیر، د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر عطا الله تارړ، د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي، د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین خان ګنډاپور، کور کمانډر لفټیننټ جنرل عمر بخاري، وفاقي او صوبائي وزیران، سناتوران، د صوبائي اسمبلۍ غړي او قبائیلي مشران هم موجود وو۔وزیراعظم جرګې ته په خطاب كښې ووئیل۔نن زما لپاره ډېره د فخر خبره ده چې زه په دې جرګه كښې ستاسو مخې ته موجود یم۔ مونږ د مشرانو خبرې واوریدلې، د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر خبرې مو واوریدلې، مونږ ټول ستاسو د خبرو اوریدلو لپاره راغلي یو۔ده ووئیل چې خیبر پښتونخوا یو عظیم صوبه ده ، ما تل په خپلو ویناګانو كښې وئیلي چې دا د پاکستان د تر ټولو ښکلو صوبه ده، چیرته چې غرونه، درې او ډېر زړور خلك مېشته دې ۔تاسو 1947 كښې د ریفرنډم په مهال د پاکستان پوره ملاتړ کولو سره ثابته کړه چې تاسو واقعاً د پاکستان ډېر لوی ملاتړ كونكي ئي ۔ تاسو د پاکستان دفاع وکړه۔ د خیبر پښتونخوا زمونږ بې شمیره وروڼه، مشران او خویندې شهیدان شوي ۔دا هغه عظیم قربانۍ دي چې تاریخ به یې هیڅکله هم هېر نه کړي. یقیناً، هر کله چې د پاکستان خبره راغله، تاسو ټول اختلافات ختمولو سره د پاکستان شین بیرغ پورته کړې۔ زه ستاسو مننه كوم ۔”په پېښور كښې په 2016 كښې د اے پي اېس پیښه وشوه٬ هلته ماشومان او استاذان شهیدان شول او بیا په پېښور كښې غونډه وشوه، په سوچ او فکر سره پریکړه وشوه او د هغې نه پس څه وشول هغه زمونږ ټولو مخې ته دي۔ نن کومې خبرې چې مشرانو او بزرګانو وکړې، په هغو باید په جدي توګه غور وکړو او په ګډه پریکړې وکړو۔وزیراعظم ووئیل چې اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په این ایف سی د نزر ثانۍ خبره وكړه،دا خبره یو نیم میاشت وړاندې په اسلام آباد كښې وشوه او ما سمدستي کمېټی جوړه کړه۔ د این ایف سی لپاره چې د صوبو نمایندګي کیږي، نومونه ورکړل شوي دي، وړومبۍ غونډه به په اګست كښې رابللې شي۔ده ووئیل چې د 2010 کال د این ایف سی ایوارډ كښې تر ټولو وړومبې ئټم څلورو صوبو د ترهګرۍ په ضد د جنګ په لړ كښې خېبر پښتونخوا ته د یو فیصد فنډ ورکولو اتفاق كړې ۔ دا یوه باوري او سمه پریکړه وه چې د ترهګرۍ تر ختمېدو به جاري وي، خو په دې كښې بلوچستان شامل نه و۔وزیراعظم ووئیل چې تر اوسه په دې لړ كښې خیبر پښتونخوا ته 700 اربه روپو څخه زیات فنډ سپارلې شوي دي۔ اعلی وزیر نورې غوښتنې هم وکړې، په هغو به په ګډه خبري وكړو ۔ده ووئیل مونږ چې كوم هم وسائل لرو هغه د پاكستان وسائل دي او په هغې كښې د صوبو برخه شته ۔زه د مسئلو د حل لپاره یوه کمېټي جوړوم چې د خیبر پښتونخوا ګورنر ، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، کور کمانډر او قبائیلي مشرانو سره به کیښني او که معامله مخي ته لاړه نو پارلمان ته به یې هم یوسو۔ وزیراعظم ووئیل چې اوس د هند سره جنګ شوې ۔د پاکستان د ټولو صوبو د خلکو دعاګاني شاملې وې۔ د مئي په 7 او 8 نيڼه په کوم ډول چې دښمن په پټه برید وکړو او زمونږ بے ګناه پاکستانیان ئې شهیدان کړل۔ د فیلډ مارشل په مشرۍ د پاکستان پوځ هندوستان ته د ژوند سبق ورکړی كوم به چې تر قیامته نه هېروي۔ په اتحاد سره به د پاکستان تقدیر بدلوو ۔ په کوم ډول چې په دې جنګ كښې کامیابی ترلاسه شوي ، په هم دغه ډول به پاکستان په اقتصادي محاذ كښې هم کامیابۍ ترلاسه کوي ۔اوس د څلورو هېوادونو دورې كولو څخه راغلې يم، د ټولو په مخ خوشحالۍ وي ۔ نن ټول قوم یو ځای دې، مونږ باید د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره لوئې پریکړې وکړو۔د څلورو صوبو قيادت به رابلو او په ګډه به کیښنو۔ د مثال په توګه، هندوستان ماتې سره مخ شوې او مودي سرکار خپل زخمونه څټي۔ هندوستان د اوبو دهړكے وركوي ۔د 1960 د سند طاس لوظنامې مخې د اوبو په هرې قطرې د پاکستان ولس حق لري۔وزیراعظم شهباز شریف ووئیل چې مونږ باید د اوبو په اړه پریکړه وکړو ترڅو د هندوستان عزائم ختم شي۔ زموږ سره يو شمیره بندونه شته چرته چې مونږ اوبه ذخیره کولی شو۔ مونږ باید په سوچ او فکر سره پریکړې وکړو۔ ګډون كونكو د پاکستان د شهیدانو لپاره فاتحه خواني وکړه او وګړو او پوځي ځوانانو ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړي كومو چې د هېواد لپاره د خپل ژوند قرباني وركړي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *