اسلام اباد (مانند نیوز) د ګيلو او مانيټرنګ اينډ ويجلنس لپاره ډپټي کوآرډینیټر عبیدالله ذکریا وئیلي چې په سعودي عربستان کښې د مذهبي چارو او نړیوالې همغږۍ وزارت د پاکستاني حاجیانو د مرستې لپاره د ګيلو آزالې له یو سیسټم جوړ کړی دی، چې اووه ورځې په اونۍ کښې 24 ساعته د ګيلو په وخت آزالې لپاره په جدي توګه کار کوي۔عبیدالله ذکریا له راډیو پاکستان سره په خبرو کښې ووئیل چې د مذهبي چارو وزارت سږ کال په سعودي عربستان کښې د پاکستاني حاجیانو دحاجتونو پوره کولو لپاره د ګيلو یو قوي میکانیزم جوړ كړې ۔ ده ووئيل چې دا سیسټم د لاجسټك خدشاتو نه تر روغتیا او حفاظت د مسئلو د حل لپاره ډیزاین شوی، كوم چې دا خبره باوري كوي چې حاجیانو ته په وخت مرسته وركړې شي ۔ده ووئيل د ګيلو آزالې لپاره تربيه لرونكي عمله تعينات شوې، چې د مسئلو د سمدستي او كوټلي حل لپاره وقف شوي دي۔ حاجیان د ټلیفون، اي ميل او یا په ذاتي توګه د ګيلو سيل ته رسنه ترلاسه كولې شي۔ ليکنه چليدنه متحدہ عرب امارات کښې 01 ذی الحجه په 28 مئي او لوی اختر په 06 جون متوقع دے يوم تكبير به سبا په ګرد هيواد كښې ملي جوش او جذبې سره لمانځلې شي